Home » سیمه او نړی » جرمني د اومېکرون خورېدو له وېرې له برېتانيا په ورتلونکو مسافرو بنديز ولګوه

جرمني د اومېکرون خورېدو له وېرې له برېتانيا په ورتلونکو مسافرو بنديز ولګوه

جرمني حکومت اعلان کړی چې په دې هېواد کې يې د کرونا تازه بڼې اومېکرون له خورېدو د مخنيوي په موخه يې يو لړ نوي اقدامات کړي دي.

په دې اقداماتو کې جرمني ته په ورتګ هغه مسافر هم منعه شوي چې غواړي له برېتانيا دې هېواد ته لاړ شي. په نويو محدوديتونو کې راغلي، له نورو اروپايي هېوادونو جرمني ته ورتلونکي مسافر بايد د واکسين سرټيفيکېټ د لرلو ترڅنګ تر دوو اوونيو قرنطين هم شي.

جرمني دا اقدامات داسې مهال کوي چې دامهال په اورپا کې د اومېکرون څپه تونده په خورېدو ده. د يادې څپې په ترڅ کې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې په برېتانيا کې ثبت شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...