د جرمني دفاع وزارت وايي اوکرایین ته یې د ‘لیوپارډ ۲’ ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده.
دا ۱۸ پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکرایینۍ عمله وروزل شوه.
د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه کولی شي د جګړې لومړۍ کرښه کې “ټاکونکی” رول ولوبوي.
هغه ویلي دغه ټانکونه “لکه څنګه چې یې یو وخت ژمنه شوې وه، زموږ اوکراییني ملګرو ته په لاس ورغلي.”
ه ورته وخت له اوکرایینه رپوټونه وايي چې د بریتانیا ‘چلنجر ۲’ ټانکونه هم ور رسېدلي.
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې د روسیې یرغل پر وړاندې جګړه کې مرستې لپاره د پرمختللو ګاډو او تسلیحاتي سیستمونو غوښتنه کوله.
د ولودیمیر زېلېنسکي حکومت تر اوسه د لیوپارډ ۲ ټانکونو پر ورسېدو تبصره نه ده کړې.
خو دا یې منلې چې د بریتانیا کې د جوړو شویو چلېنجر ۲ ټانکو لومړۍ جوپه ور سپارل شوې ده.
لیوپارډ ۲ د ناټو غړو هېوادونو لخوا په ډېرو غوره تولید شویو جګړه ییزو ټانکونو کې شمېرل کېږي.