Home » افغانستان » جاپان په کابل کې خپل سفارت بيا پرانيست

جاپان په کابل کې خپل سفارت بيا پرانيست

د جاپان بهرنيو چارو وزير يوشيماسا هاياشي وايي، چې په افغانستان کې يې خپل ډيپلوماټيک ماموريت بېرته له سره پيل کړی دی او په محدوده توګه خپل کارونه مخته وړي.

نوموړي پرون شنبه د (تلې په ۳۰مه) خبريالانو ته ويلي، چې دغه فعاليتونه به په کابل کې د جاپان له سفارت څخه په محدوده توګه مخته بېول کېږي او دغلته به د بشپړ ډيپلوماټيک ماموريت د پيلولو په موخه پرېکړه د راتلونکو شرايطو په اساس وشي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او بيا ځلي د طالبانو له واک ته رسېدو سره د نورو هېوادونو ترڅنګ جاپان هم په کابل کې خپل ډيپلوماټيک ماموريت بند او سفارت يې وتړه.

په ياده موده کې دې هېواد د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه مديريت کولې. پر جاپان سربېره پاکستان، ايران، چين، روسيې، ترکيې، قطر او يو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې خپل سفارتونه فعال کړي او په نورماله توګه فعاليتونه کوي.

خو پر دې سربېره هم د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ هېڅ هېواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د ترکيې له يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا او لوېديځ هېوادونه د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...