جاپاني رسنيو راپور ورکړی، چې دې هېواد په وروستۍ موده کې له ۹۰ څخه زياتو افغانانو ته پنا ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت، چې سياسي بدلون وروسته يې په کابل کې خپل فعاليتونه ځنډولي پرون سېشنبه د (وږي په اوله) ويلي، چې دغه شمېر افغانان د تېر کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته جاپان ته رسيدلي.
په راپور کې د ياد سفارت په حواله ويل شوي، دا هغه کسان دي چې د تېرو کلونو پرمهال يې په افغانستان کې د جاپان له ملکي ماموريت سره همکاري کړې او د اوس لپاره د ۵ کلونو اقامت ورکړل شوی دی.
په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د يادو ۵ کلونو له پوره کېدو وروسته ښايي يادو کسانو ته دايمي اقامت هم ورکړل شي.
د رسنيو د راپور له مخې، په جاپان کې د نورو هېوادونو وګړو ته د اقامت ورکول سخت دي او ډېر محدود شمېر کسانو ته اقامت ورکول کېږي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، جاپاني چارواکو دې هېواد ته ۸سوه افغان همکاران او په افغانستان کې د جاپان د دولتي بنسټونو اړوند کارکوونکي لېږدولي دي.