Home » افغانستان » جاپان: د جي ۷ هېوادونو غونډه کې افغانستان سره د تعامل غږ پورته کوو

جاپان: د جي ۷ هېوادونو غونډه کې افغانستان سره د تعامل غږ پورته کوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

او کادا ډاډ ورکړی، چې د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې به له افغانستان سره د همکاریو او مثبت تعامل لپاره غږ اوچت کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې له څلویښت کلنې جګړې وروسته سراسري امنیت تامین شوی، له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سرپرست حکومت په حاکمیت سره د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق مخه نیول شوې او د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، چې د جاپان په ګډون ټول هیوادونه کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

همدار راز اداري مرستیال له بین المللي ټولنې او جاپان غوښتي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...