د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ا.ا د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري له یوه پلاوي د جاپان هېواد توکیو ته په سفر تللی دی او هلته به له جاپاني چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې د ” نیوپون فوندیشن” په نوم یوه بنسټ چې د جاپان ملي ګټو ته کار کوي، د ا.ا دغه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري، د شنبې په خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې نوموړی جاپان ته په سفر روان شوی دی.
د معلوماتو پر بنیاد دا د ا.ا لومړنی سفر دی چې جاپان هېواد ته یې کوي.