Home » افغانستان » جاپان به په روغتيايي برخه کې يو ميليون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته وکړي

جاپان به په روغتيايي برخه کې يو ميليون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو له پیاوړي کېدو سره د جاپان د یو ميلیون او درې سوه زره ډالرو مرستو خبر ورکوي.

دې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، له دې صندوق سره د جاپان دغه نغدي مرستې به په هلمند کې د نسایي او ولادي روغتیا له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

په یوه بیان کې دغه راز ویل شوي، د دغو نغدو پیسو د مرستو پر مټ به په هلمند کې ۲۹ کورني روغتیایي مرکزونه یا ځایونه وکولای شي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایي، په تېر۲۰۲۲ کال کې د جاپان مرستې په افغانستان کې له شل زرو زیاتو افغانانو ته چې ډېری یې مېرمنې دي، رسېدلي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...