د جاپان هېواد په افغانستان کې د بحران ختمولو لپاره له ازبکستان د درې اړخیزې غونډې جوړولو غوښتنه کړې ده.
جاپاني چارواکو ویلي، په درې اړخیزه ناسته کې به افغانستان ته مشورې ورکړي چې څنګه کېدای شي بحران ختم کړي.
افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي کاتسوهیتو تاکاهاشي له خپل سیال عصمت الله ایرګاشف سره په خبرو کې ویلي، چې جاپان، ازبکستان او افغانستان دې درې اړخیزه ناسته جوړه کړي.
جاپان او ازبکستان خبرې کړي چې څنګه کېدای شي د افغان سولې په تړاو بین الافغاني مذاکرات پیل او بحران په سوله ییز توګه حل شي.
د دې ترڅنګ یې په دې خبرې کړي چې د افغانستان اقتصاد د بیا پیاوړي کولو لپاره باید په افغانستان کې بنسټیزې پروژې پلې شي.