Home » سیمه او نړی » جان کربي: د اوکراین پر خلاف به د مسکو بریدونه زیات شي

جان کربي: د اوکراین پر خلاف به د مسکو بریدونه زیات شي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي وايي، مسکو به په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي، خو په عین حال کې یې ډاډ څرګند کړی چې اوکراین به د روسیې هر راز نوې حملې په شا وتمبوي او شنډې به یې کړي.

جان کربي پرون واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا امکان شته چې روسیه به په راتلونکو اوونیو کې د جګړې په ډګر کې نور پرمختګ هم وکړي، خو هغه زیاته کړه چې متحده ایالات د روسیې د عمده بریا اټکل نه شي‎ کولای.

د کربي په وینا چې د وخت په تېرېدو سره به د امریکا مرستې اوکراین ته دا ځواک ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دې حملو پر وړاندې ودرېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...