د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن د دې هېواد د اوسني ولسمشر پر هغې تګلارې نيوکه کړې، چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل.
نوموړي له امريکا غږ سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د ولسمشر بايډن له لوري له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو پرېکړه د امريکا لپاره سټراټيژيکه تېروتنه او په خبره يې د نوړي هېواد لپاره په عين حال کې لوی شرم هم دی.
بولټن زياته کړې چې د امريکا له دې پرېکړې سره سم، په افغانستان کې د عامو خلکو ژوند تريخ او بلاخره پر يوه ناورين بدل شو.
نوموړي په پنجشېر او اندراب سيمه کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړې ته هم اشاره کړې او د يادې جبهې وروستي تحرکات يې هيله بښونکي بللي دي.
د بولټن په باور، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت جبهه په جګړه لاسته راوړنې لري؛ خو اړتيا ده چې د يادې جبهې لپاره د عملياتو په موخه جغرافيه پراخه شي. نوموړي څرګنده کړې، چې د امريکا له لوري د مقاومت جبهې مالي ملاتړ کولی چې د دې جبهې په تحرکاتو کې موثريت رامنځته کړي.
نوموړي د طالبانو خلاف له يادې جبهې پلوي ښودلې او ويلي يې دي، چې امريکا دې اوکراين ته د مېلياردونه ډالرو د مرستې په ورکولو سره دغه جبهه هم له ياده نه باسي.