نن د نوي ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنوري لومړۍ نېټه ده او افغانانو له امنيتي، سياسي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سره سره له کړاوو ډک ۲۰۲۱ کال پایته ورساوه.
د چارو شنونکي وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له امنيتي پلوه خورا سخت و؛ د دوی په خبره په دې کال کې د جمهوريت او امارت ترمنځ جګړه تر وروستي حد شديده شوه چې په ترڅ کې يې د ولسواليو يو پر بل پسې سقوط پيل او ان دا لړۍ د ولايتونو د مرکزونو تر سقوط ورسېده.
د جګړې دې شدت له امله د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو، طالب وسلهوالو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله واوښته. له سياسي پلوه، د افغانستان سولې پروسې د ولس د تمې خلاف هېڅ پايله نه لرله.
که څه هم په تېر زېږديز کال کې د افغانستان مخکيني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د سولې مخامخ مذاکرات پيل شول؛ خو په تېر اګسټ کې يوې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ولس هيلې ناهيلي پاتې شوې.
د همدې کال تر ټولو مهم پېښه د اګسټ په ۱۵مه وه. په دې ورځ د اسلامي امارت ځواکونه په ولايتونو کې له چټک پرمختګ وروسته لومړۍ د کابل څنډو او بيا دې ښار ته ننوتل، چې ورسره د افغانستان ۳سوه زره وسلهوال پوځ وپاشل شو او د وخت ولسمشر محمد اشرف غني له خپلو څو نږدې کسانو سره يو ځای، له هېواد و ووت او په دې توګه په بشپړ ډول په افغانستان کې د جمهوريت لمن ټوله شوه.
په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې له کرونا وېروس او ګوزڼ سره مبارزه د افغانستان لپاره نورې اضافي ننګونې وې. په دې ترڅ کې يو شمېر افغانانو د کووېډ۱۹ له امله ژوند بايلود او د ګوتو په شمېر ځيني ماشومان بيا د ګوزڼ امله عمري معلول شول.
د کووېډ۱۹ د تشخيص مرکزونو محدود شمېر او په کافي توګه د واکسين نه موجوديت هغه څه وو، چې يو شمېر افغانان پرته له دې چې ناروغي يې تشخيص شي، د کرونا سختو علايمو له امله ژوند بايلو.
پر دې ټولو سربېره دا ځل هم، افغانان له نامالوم سياسي او اقتصادي برخليک سره يو ځای نوی ۲۰۲۲ زېږديز کال، له نويو هيلو سره پيلوي.