Home » اقتصادی » تېر یو کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۸۰زره ټنه بادرنګ تولید شوي
رویداد خبري آژانس

تېر یو کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۸۰زره ټنه بادرنګ تولید شوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معلوماتو له مخې د وروستي یوه کال په ترڅ کې د هېواد په کچه ۱۸۰ زره او ۸۶۱ مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي.

دغه وزارت  وایي چې د بادرنګو په تولید شوې شمېره کې، دواړه ډوله د ګلخونو بادرنګ ۵۴ زره او ۱۳۸ کیلوګرام او په ازاد ډول کرل شوې ۱۲۶ زره او ۷۲۳ کیلوګرامه بادرنګ شامل دي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېرکال افغانستان د شپږ میلیونه او ۶۸۴ زره او ۷۴۷ امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰ میلیونه او ۸۳۱ زره او ۳۴۲کیلوګرامه بادرنګ پاکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو ته صادر کړي دي.

یاد وزارت وایي، چې بادرنګ د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې توليدېږي، خو فراه د ۹۲ زره او ۶۱۳ مټریک ټنو په تولید، هلمند د ۴۶ زره او ۴۰ مټریک ټنو او هرات د ۱۱ زره او ۶۵۷مټریک ټنو په تولید سره په ترتیب سره د هېواد په کچه د بادرنګو درې ستر تولیدوونکي ولایتونه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...