Home » افغانستان » تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي

تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي

د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته راغلې ده.

نوموړی وايي اداره یې هڅه کوي چې په روان هجري لمریز کال کې د عادي فعالیتونو د ترسره کولو ترڅنګ ملي سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د حیرتان ګومرک ریاست نږدې ۳۵۰ کارکوونکي لري، چې په دغه بندر کې د صادراتو او وارداتو او ترانزېټ په پرخه کې کار کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...