Home » اقتصادی » تېر کال له پکتيا څخه د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېر کال له پکتيا څخه د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميلیونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس وویل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنیو هېوادو ته وچې مېوې، حبوبات، د ډبرو سکاره او په ځانګړې توګه جلغوزې صادر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې ولايت کې د صادراتو د بسته بندۍ او پروسس مرکز چارې به هم په روان کال کې پيل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...