Home » افغانستان » تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۳ کسان په کرونا اخته او ۱۰ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۳ کسان په کرونا اخته او ۱۰ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۴۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه وزارت وایي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ۱۰ ناروغان مړه شوي او ۴۱۱ ناروغان بېرته رغېدلي دي.

د یادو مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان د کرونا ټول ټال مثبتو پېښو شمېر ۶۴۵۷۵ ته ورسېد، چې له ډلې یې ۵۵۵۲۹ کسان بېرته رغېدلي او ۲۷۷۲ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې هغې خطرناکه بللې او ټینګار یې کړی چې دغه څپه ښايی ډېره مړینه ولري.

د یاد وزارت مسوولینو دغه راز له ټولو غوښتي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او ماسک وکاروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...