Home » افغانستان » تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه ویلي دي چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالر یې صادرات تشکیلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه قزاقستان ته تر ټولو زیات صادر شوي توکي د مېوو جوس، غیر الکولي مشروبات، ممیز، سبزیجات، شیرین بویه، پیاز، دیګ بخار او انګور دي او له دغه هېواد څخه تر ټولو زیات واردېدونکي توکي اوړه، وسپنه، زغر، د صنعتي کارخونو لپاره خام توکي، کیمیاوي سره او نفت دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...