د سي ار اېس اېس په نامه یوې څېړنيزې ادارې ویلي چې د تېرې اپریل میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې یوازې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ۲۰۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او تر ۹۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې تازه د پاکستان پوځ ویلي چې په قبایلې سیمه کرمه کې د عملیاتو پر مهال په یو کمین کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پوځ په خبره، دا پېښه تېره ورځ د کرمې په زېوه نومې سیمه کې پر داسې مهال رامنځته شوه، چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سیمې ته په عملیاتو وتلي وو.
د راپور پر بنسټ د وژل شویو ډېریو پوځیانو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.