Home » افغانستان » “تېره مياشت کې له ايران څخه شاوخوا ۲سوه زره افغانان ويستل شوي”

“تېره مياشت کې له ايران څخه شاوخوا ۲سوه زره افغانان ويستل شوي”

د روسيې سپوټنيک خبري اژانس په نيمروز کې د افغانستان سرپرست حکومت د چارواکو له قوله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې يوازې په تېره مياشت کې سلګونه زره افغانان د ايران حکومت له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د راپور له مخې، په تېره مياشت کې د ايران له لوري افغانستان ته د بېرته راګرځول شوو افغانانو ټول‌ټال شمېر ۲سوه زره دی او ګڼ شمېر هغه کسان هم په کې شامل دي، چې ايران ته په ناقانونه توګه ورغلي وو.

په نيمروز کې دې چارواکو چې نومونه يې د سپوټنيک په راپور کې نه دي ذکر شوي ويلي، چې ياد افغانان په زور له ايران راګرځول شوي او له ډلې يې له يو شمېر کسانو سره مرستې هم شوي.

په راپور کې ويل شوي، چې دامهال په ايران کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي. ايران ته اکثر هغه افغانان په دې وروستيو کې ورغلي، چې بهر ته د تګ په هڅه کې دي او يا هم د مزدوري کول غواړي. څو په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله خپلو کورنيو ته اوږه ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...