Home » افغانستان » تېره مياشت تاجکستان ۲سوه افغان کډوال له خپلې خاورې باسلي

تېره مياشت تاجکستان ۲سوه افغان کډوال له خپلې خاورې باسلي

د يور اسيانېټ په نوم يوې امريکايي رسنۍ راپور ورکړی، چې تاجکستان په وروستيو درېيو اوونيو کې ۲سوه تنه افغان کډوالو له خپل هېواد څخه بهر کړي دي.

په راپور کې د سرچينو له قوله پرون چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) ويل شوي، چې د تاجکستان حکومت په دې موده کې ۲سوه افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

له تاجکستان د افغان کډوالو د ايستلو په دې لړ کې يو شمېر افغان کډوالو په دوشنبې کې د افغانستان سفارت ته د يادې ستونزې د حل په موخه پنا ور وړې ده.

په راپور کې دا نه واضيح شوې چې د تاجکستان حکومت د کومو لاملونو له مخې ياد افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي او بېرته يې خپل هېواد ته ور ستانه کړي دي؟

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د ځينو ګاونډيو هېوادونو له لوري په زور د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل شوې او نږدې هره اوونۍ زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...