د اقتصادي بحران او توکو د بیو لوړیدو سربیره د اروپایي اتحادیې په تر ټولو ګڼ میشته هیواد المان کې هر یوه اوسیدونکي تیر کال په اوسط ډول لس کیلو ګرامه شوکولاد یا چاکلیټ خوړلي.
په شاوخوا ۸۳ میلیونه نفوس درلودونکي دغه هیواد کې د نورو لویدیځ هیوادونو په څیر تر ټولو ډیر شکولاد یا چاکلیټ د عیسویانو د کریسمس او ایستر د مراسمو په ورځو کې خوړل کیږي.
د المان په پخوانۍ پلازمېنې بُن کې د شکولاد او خوږو توکو تولیدونکو د ټولنې په حواله تیر کال د دې صنعت مجموعي تولید ۱،۲ میلیونه ټنه و او په دې اساس هر الماني تیر کال په اوسط ډول ۹،۵۶ کیلو ګرامه چاکلیټ یا شوکولاد خوړلي دي.
د چاکلیټ او نورو خوږو توکو تولیدونکو ادارو په حواله تیر کال د عیسویانو د ایستر په مراسمو کې یوازې په هیواد کې دننه ۱۰۸ میلیونه د چاکلیټ یا شکولاد څخه جوړ شوي دودیز خرګوشان یا سوي پلورل شوي دي.
په دې توګه تیر کال په مجموعي ډول په المان کې د نږدې ۶،۲ میلیارده یورو په ارزښت د چاکلیټ یا خوږو کاروبار شوی دی.