Home » سپورټ » تکواندو؛افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه
رویداد خبري آژانس
فرزاد منصوري

تکواندو؛افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه

افغان تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار سې شنبه (د زمري په ۵مه) د المپیک په سیالیو کې له خپل کوریایي سیال ان کیو دان سره مخامخ شو.

دا سیالۍ چې د کابل پر وخت د سهار ۷:۴۵ پیل شوه، کوریایي لوبغاړي وکولی شوی چې خپل افغان سیال ته د یوه امتیاز په توپیر ماته ورکړي.

فرزاد منصوري د افغانستان لپاره څو مډالونه ګټلي چې وروستی یو یې د اسیايي لوبو نایب اتلولي یا د سپینو زرو د مډال ګټل وو.

د المپیک لوبې د جمعې په ورځ د جاپان په توکیو ښار کې پیل شوې. په پام کې ده چۍ له ۲۰۴ هېوادونو څخه ۱۱ زره لوبغاړي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...