Home » سیمه او نړی » توماس ویسټ: موږ په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوو

توماس ویسټ: موږ په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس ویسټ وايي، امریکا او شریکان یې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کوي.

نوموړي نن سهار (دوشنبه د غویي۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې متحده ایالات په بغلان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د سیلابونو له امله د ځپل‌شویو پر وضعیت خپه دي.

هغه لیکلي: “زموږ عمل‌کوونکي شریکان د اړمنو او ځپل‌شویو لپاره د اوبو، خوراکي او نورو اړینو توکو په ګډون د بېړنیو مرستو د چمتو کولو په حال کې دي.”

څو ورځې وړاندې د افغانستان شمالي او لويديځ ولايتونه د ويجاړو او مرګونو سيلابونو شاهدان وو.

د ویلو ده چې یوازې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...