Home » افغانستان » توماس ويسټ: په افغانستان کې د سياسي ملي ډيالوګ پيليدل يوه اړتيا ده

توماس ويسټ: په افغانستان کې د سياسي ملي ډيالوګ پيليدل يوه اړتيا ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د افغانستان بشري حقونو د مخکيني کمېسيون له رئيسې شهرزاد اکبر سره ليدلي او په افغانستان کې يې د موجوده بشري وضعيت په تړاو ورسره خبرې کړي دي.

توماس ويسټ په دې اړه نن پنج‌شنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له شهرزاد اکبر سره يې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکيو پر ځپلو او دغه راز په دې هېواد کې د بيان ازادۍ د ساحې پر تنګېدو خبرې کړي دي.

نوموړي زياته کړې چې پر يادو مسايلو سربېره په افغانستان کې د يوه ملي سياسي ډيالوګ پيلېدل يوه اړتيا ده او د دواړو ترمنځ په خبرو کې پر همدې مسئلې هم ټينګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ د افغانستان سرپرست حکومت په يو لړ تازه اقداماتو کې، ښځې او نجونې له تفريحي پارکونو، حمامونو او لوبغالو ته تګ منعه کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...