د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د طالبانو يوې ډلې چې په ګووټه کې مېشت وه، د زور له لارې پر افغانستان د ولکې پر ټينګولو تمرکز کاوه.
نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۶مه) امريکا کې د سټراټيژيکو او نړيوالو څېړنو مرکز کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال کړي دي. هغه ويلي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې يو شمېر کمزورۍ موجودې وې؛ خو زياتوي چې دا کمزورۍ د بايډن حکومت ته په ميراث ورپاتې وې.
ويسټ د خبرو په دوام سره ويلي، په دوحې کې د بينالافغاني مذاکراتو پرمهال د جمهوريت مرکچي پلاوي په ترکيب کې ځيني کسان واقعي بينانه نه وو. د نوموړي په خبره دې کسانو غوښتل چې د افغانستان اساسي قانون بايد ومنل شي او ورسره د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني واک هم وغځېږي.
خو د توماس ويسټ په خبره په پلاوي ځيني واقعي بينانه کسان هم موجود وو او په اساسي توګه يې د ځينو مسايلو پر سر جوړ جاړی غوښته. د نوموړي په خبره دې کسانو له لسيزو راهيسي د حقونو په پلوۍ خبره کړې ده.
توماس ويسټ د طالبانو په اړه ويلي، چې ياده ډله په دوو ډلو وېشل شوې وه. د ويسټ په خبره يوه يې په دوحې کې مرکچي ډله وه چې له امريکا سره يې خبرې کولې او د نوموړي خبره دويمه هغه يې د کووټې شورا وه.
نوموړی وايي، د کووټې شورا د طالبانو هغه ډله وه چې په مذاکراتو کې د جديت او نه جديت پرېکړه يې کوله او زياتوي چې يادې ډلې د زور له لارې د واک نيولو پرېکړه کړې وه، چې عملي يې هم کړه.
توماس ويسټ د خبرو په دوام سره په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري وژل کېدو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې په کابل کې نوموړي ته د پنا ورکول د دوحې د هوکړې خلاف عمل او سرغړونه وه.
نوموړي دغه راز اندېښنه وښوده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره له زندانونو د داعش ډلې مهم بنديان خوشې شوي او دا دې کار اندېښنې زياتې کړي دي.
هغه زياته کړې، چې طالبان دامهال د داعش ډلې پر وړاندې جدي عمل کوي او په خبره يې امريکا هيلهمنه ده چې طالبان به په دې کار کې بريالي شي.