Home » افغانستان » تورخم کې نښتې مرګ‌ژوبله اړولې

تورخم کې نښتې مرګ‌ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت په تورخم کې د رامنځته‌شوې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې افغانان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې دا نښته پرون (دوشنبې، د زمري ۲۲مه) د پاکستاني پوله‌ساتو لخوا د تورخم په «غورکی» سیمه کې د ا.ا پر ځواکونو له برید وروسته پیل شوه.

قانع زیاته کړې چې په دې جګړه کې پاکستاني پولیسو د خلکو په کورونو راکټي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې د ا.ا ځواکونو د دې بریدونو په ځواب کې دوې پاکستانۍ سرحدي پوستې له منځه وړې دي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع د دې جګړې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...