Home » افغانستان » تورخم کې ترینګلی وضعیت؛ له خلکو غوښتل شوي چې پر دغه لار دې له سفر څخه ډډه وکړي

تورخم کې ترینګلی وضعیت؛ له خلکو غوښتل شوي چې پر دغه لار دې له سفر څخه ډډه وکړي

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چهارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن درېیمه ورځ هم پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لار تړلې پاتې ده.

د ننګرهار د رسنیو دفتر خلکو ته خبرداری ورکړی چې پر دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

دې ادارې پر اېکس یا ټوېټر همدا راز لیکلي، “د ستونزو حل په موخه د دواړو لورو تر منځ خبرې روانې دي، هیله ده چې ښه پایله به ولری”

تورخم لار پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لار ده.‌

د تېرې چهارشنبې په ورځ په دغه سیمه کې د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې یو امنیتي سرتیري او یو چلونکی ووژل شوو، خو پاکستاني لوري بیا تر دې دمه د تلفاتو په اړه څه نه دی ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...