د پاکستان ديني عالمانو يو ۸ کسيز پلاوی پرون دوشنبه د (زمري په ۳مه) کابل ته راغلی او ورسره سم د باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې دا پلاوی به د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له ډلې سره خبرې وکړي او دې ته به يې قانع کړي چې د پاکستان له حکومت سره د سولې يوې هوکړې ته ورسېږي.
خو د پاکستان ديني عالمانو دې پلاوي مشر مفتي تقي عثماني بيا ويلي، چې دوی د افغانستان سرپرست حکومت په بلنه کابل ته راغلي او پرون يې د رئیساولوزرا محمد حسن اخند او د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني په شمول د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د يادو ليدنو ترڅنګ يې له طالب چارواکو سره د زدهکړو او اسلامي اقتصاد د رامنځته کولو په موخه خبرې او بحثونه هم پيل کړي دي.
دا چې د نوموړي په مشرۍ د پاکستان ديني عالمانو پلاوی به د تحريک طالبان پاکستان له ډلې سره خبرې وکړي او که څنګه؟ په دې اړه يې هېڅ نه دي ويلي.
کابل ته د نوموړي پلاوي له سفر وړاندې پاکستاني خبريال طاهرخان هم په خپل ټوېټر کې ليکلي وو، چې دغه پلاوی به په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره وغږېږي او دوی به د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې پرمختګ ته وهڅوي.