Home » سیمه او نړی » تر ۶۰ ډېر کسان د سویلي افریقا په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله وژل شوي

تر ۶۰ ډېر کسان د سویلي افریقا په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله وژل شوي

د سویلي افریقا چارواکي وايي، د جوهانسبرګ ښار اپارتمانونو په یوه بلاک کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

جوهانسبرګ کې چارواکي وايي، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ښار مرکزي برخې دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې له څه کبله اور لګېدلی وو.

چارواکیو همدا راز ویلي، چې مرستندویانو وکولای شول، د ودانۍ ځینې اوسېدونکي روغ، رمټ بهر ته راوباسي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...