Home » افغانستان » تر راتلونکي اګسټ به اسناد لرونکي افغانان له ابوظبۍ امريکا ته ولېږدول شي

تر راتلونکي اګسټ به اسناد لرونکي افغانان له ابوظبۍ امريکا ته ولېږدول شي

ټاکل شوې تر راتلونکې مياشتې د متحده عرب اماراتو له ابوظبۍ ښار هغه افغان کډوال امريکا ته ولېږدول شي، چې امريکا ته د تګ قانوني اسناد لري.

د ابوظبۍ په پنډغالي کې ځينو افغان کډوالو رسنيو ته ويلي، په نوموړي ښار کې د امريکا له قونسلګيرۍ يې ډاډ ترلاسه کړی چې تر اګسټ مياشتې پورې به امريکا ته ولېږدول شي.

دوی د قونسلګيرۍ د مالوماتو پر بنسټ ويلي، هغه افغان امريکا لېږدول کېږي چې د امريکا SIV, P1 او P2 کېسونه ولري. خو د کډوالو په خبره د ابوظبۍ د کډوالو په پنډغالي داسې افغانان شته، چې د تګ لپاره هېڅ اسناد نه لري؛ خو غواړي چې امريکا ته لاړ شي.

افغان کډوالو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، له افغانستان څخه د را ويستل شوو کډوالو له ډلې يو شمېر هغه کسان دي، چې افغانستان ته په بېرته لېږلو سره د اسلامي امارت له لوري له ستونزو سره مخ کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې له ياد پنډغالي څخه ۳سوه تنه بېرته افغانستان ته راستانه شول. دوی د راستنېدو لامل امريکا ته د خپل تګ په برخه کې ستونزې يادې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...