د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ازبکستان د تخنيکي ستونزې پيدا کېدو له امله افغانستان ته د نوموړي هېواد د وارداتي برېښنا اندازه کمه شوې ده.
دې شرکت نن چهارشنبه د (مرغومي په ۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې تخنيکي ستونزې له امله افغانستان ته له ازبکستان څخه د راغلې برېښنا اندازه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې په ازبکستان کې رامنځته شوې دا تخنيکي ستونزه به څه وخت هواره شي؟ خو زياته شوې چې د يادې ستونزې تر هوارېدو پورې به د کابل په ګډون ۱۵ ولايتونه د برېښنا له کمي سره مخ وي.
د تخنيکي ستونزې له امله د برېښنا د کمښت دا خبر داسې مهال ورکړل شوی، چې معمولا په ژمې کې د هوا له سړېدو سره له برېښنا د خلکو استفاده زياتېږي.