Home » سیمه او نړی » تر خونړیو جکړو وروسته؛اذربایجان او ارمنستان اوربند وکړ
رویداد خبري آژانس

تر خونړیو جکړو وروسته؛اذربایجان او ارمنستان اوربند وکړ

تر خونړیو جګړو وروسته؛اذربایجان او ارمنستان د روسیې په منځګړتوب اوربند وکړ.

اذربایجان او ارمنستان تر دوو اونیو جګړو وروسته د روسیې په منځګړیتوب اوربند کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ پوره لس ساعته خبرې شوې دي او پایله کې یې د اوربند پر رامنځ ته کېدو توافق شوی دی.

سرګي لاوروف وایي دواړو لورو ویلي چې د اوربند په موده کې به دواړه هېوادونه د جسدونو د وړلو اجازه ورکوي او د سره صلیب نړیواله کمېټه به بشري مرستې رسوي.

ددې تر څنګ ژمنه شوې چې دواړه لوري به د ناګورنو قرباغ د سیمې پر سر مذاکرات پیلوي او هڅه به کوي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړل شي.

د ارمانیا او اذربایجان په څو ورځنۍ مخامخ جګړه کې لسګونه کسان وژل شوي دي او اوس اوربند ته تیار شوي.

اذربایجان او ارمانیا داسې مهال د منځګړو په هڅو اوربند کوي، چې په دوحه کې افغان لوري د اونیو په تېرېدو لا هم د مذاکراتو پر کړنلاره توافق ته نه دي رسېدلي او نه یې هم چا تر منځ د منځنګړیتوب هڅه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...