Home » افغانستان » ترکی دیپلومات د افغانستان لپاره د ارزونکي په توګه ټاکل شوی

ترکی دیپلومات د افغانستان لپاره د ارزونکي په توګه ټاکل شوی

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش یو ترکیې دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه ټاکلی دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سینیرلي اوغلو ټاکل د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ تر سره شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه راوړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...