Home » سیمه او نړی » ترکیې له ایران سره پر پوله د افغانانو په ګډون ۳۰۰ کډوال نیولي
رویداد خبري آژانس

ترکیې له ایران سره پر پوله د افغانانو په ګډون ۳۰۰ کډوال نیولي

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې ترکي چارواکو اعلان کړی چې پرون د چهار شنبې ( د زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ یې هغه ۳۰۰ کډوال نیولي چې غوښتل یې د ایران له پولې څخه ترکیې ته واوړي.

د خبر له مخې دغه کسان ټول په یوه لوی کانټینري موټر کې سپاره وو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

یوه اونۍ وړاندې هم ترکیې ۲۰۰ هغه افغان کډوال نیولي وو، چې غوښتل یې له ترکیې تېر شي.

بلخوا دغه هېواد ویلي چې له امریکا سره د افغان کډوالو د لېږد په پروسه کې هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیان باید له خطر سره د مخ خلکو پر مخ پولې پرانیزي او دا یې هم ویلي وو چې ځینې افغان کډوال کېدای شي ترکیې ته لاړ شي او د امریکايي حکومت له لوري یې د دوسیو تر څېړلو پورې هلته مېشت وي.

خو ترکیې ویلي، چې غیر قانوني افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي او پر وړاندې به یې قانوني چلند کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...