د ترکیې حکومت ۱۳۸ افغان کډوال له خپلې خاورې څخه کابل ته په یوه الوتکه کې ایستلي دي.
اناتولي خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان د ناقانونه کډوالۍ له امله ویستل شوي او په دې اړه به د ترکیې د حکومت هڅې لا دوام ولري.
تر دې مخکې ترکي رسنیو اعلان کړی و، چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په لړ کې ۳۶۵ افغان کډوال له انقرې څخه کابل ته ستانه شوي دي.
مخکې له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکي ځواکونو د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل شوي، چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو دا راپورونه تایید او د ترکیې چلند غندلی.