د ترکیې په استانبول ښار کې د پولیسو له خوا شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
یو شمېر دغو کډوالو رسنیو ته ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو په منځ کې اوازې خپرې شوې چې د استانبول د کډوالو ادارې ټولو کډوالو ته د اوسیدو اسناد ورکوي.
د دوی په وینا، د دغو اوازو له خپرېدو وروسته شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال د استانبول د کډوالۍ ادارې ته ورغلي او ټول د پولیسو له خوا نیول شوي او د ایستلو مرکزونو ته وړل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ډېرى افغان کډوال د ايران له لارې په ناقانونه توګه ترکيې ته ځي او ځينې يې د قاچاق له لارې اروپايي هېوادونو ته د تللو هڅه کوي.