Home » سیمه او نړی » ترکیي له داعش ډلې سره د اړیکې په تور ۴۸ کسان ونیول

ترکیي له داعش ډلې سره د اړیکې په تور ۴۸ کسان ونیول

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له داعش ډلې سره د اړیکې په تور د ۴۸ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: “د ترکیې امنیتي ځواکونو له داعش ډلې سره د اړیکې په تور او  په جنورۍ کې د استانبول په یوې کلیسا د برید په تړاو ۴۸ کسان نیول شوِي دي.”

تېره جنوري د «ساریا بویوکدره» سیمې پر کلیسا د مخ‌پټو د برید له امله یو تن ووژل شو. د ترکیې وزیر دواړه نیول‌شوي کسان بهرني اتباع بللي او په وینا یې چې یو د تاجیکستان او بل د روسیې اتباع او د داعش ډلې غړي دي.

د ویلو ده چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر تېره اوونۍ هم ۵۱ کسان له داعش ډلې سره د اړیکې لرلو په تور نیولي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...