ټاکل شوې ده چې له ترکیې د افغانانو څلور جسدونه نن سهار کابل ته راورسېږي.
د جون په ۲۷مه د ترکیې د وان ښار په اوبو کې یوه بېړۍ چې افغانان پهکې سپاره وو، ډوبه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي: “د ۲۹ افغانانو اجساد پېژندل شوي او په مجموع کې د ۵۹ کسانو جسدونه پیدا شوي دي. د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د کامایر او اریانا الوتکو له لارې دا جسدونه راانتقال کړي.”
پرون سهار هم پنځه جسده کابل ته انتقال شول او تمه ده چې د ۱۰ نورو مړي د شنبې په سهار د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي.