د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولي، چې د کردستان کارګر ګوند (پې کې کې) سره پرې د تړاو شک وو.
پر دغه ګوند باندې په ترکیه کې بندیز دی. سرچینې ویلي، که څه هم دغه عملیات ۲۱ ولایتونو ته غځول شوي، خو اصلي تمرکز یې د دې هېواد په سویل ختیځ د دیاربکر ښار پر کرد مېشتو سیمو دی.
د ترکېې پارلمان یوه کرد پلوه غړي وویل چې په نیول شویو کسانو کې سیاستوال، وکیلان، خبریالان او هنرمندان شامل دي.
دا نیونې د مې د ۱۴مې نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو څو اوونۍ مخکې تر سره کېږي.