Home » افغانستان » ترکیه په کندهار کې خپله نوې جنرال قونسلي پرانیزي
رویداد خبري آژانس

ترکیه په کندهار کې خپله نوې جنرال قونسلي پرانیزي

په افغانستان کې د ترکیې سفیر «اوزهان ارطغرل» وايي، ډېر ژر به په کندهار ولایت کې د ترکیې نوې جنرال قونسلي پرانیستل شي.

ښاغلي ارطغرل د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میروس ناب سره لیدنه کې ویلي چې هیواد یې غواړي په دغه هیواد کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت نور هم پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کالیزې رارسېدو په مناسبت باید په ترکیه او افغانستان کې په ګډه یو لړ پروګرامونه تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب په نژدې راتلوونکي کې په کندهار کې د ترکیې د نوې جنرال قونسلي د پرانیستلو هر کلی کړی دی.

ښاغلي ناب ویلي چې یاد کار به د دواړو هیوادونو د دیپلوماټیکو اړیکو پراخېدو سبب شي.

ترکیې په ۱۳۹۷ کال کې په هرات ولایت کې هم له ایران سره سرحد کې خپل قونسلګري پرانیستله.

د افغانستان او ترکیې اړیکې د شلمې پېړۍ لومړیو لسیزو ته ورګرځي، افغانستان د شاه امان الله په وخت کې د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې و چې د ترکیې جمهوریت یې په رسمیت وپېژنده.

دا مهال لسګونه زره افغانان په ترکیې کې دایمي اقامه لري او ډېر نور یې دغه هېواد ته د سیاحت او درملنې لپاره هم ورځي. دا مهال ترکیه یوازې په بلخ او هرات ولایتونو کې قونسلګري لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...