Home » سیمه او نړی » ترکیه وایې د سوریې ځواکونو روزنې ته چمتو ده

ترکیه وایې د سوریې ځواکونو روزنې ته چمتو ده

ترکیي چارواکو ویلي که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې، د دغه هیواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

دغه څرګندونې(یک شنبه،۲۵د لېندۍ) د ترکیې د دفاع وزیر، یاشار ګولر د یو خبري کنفرانس پرمهال کړي دي.

نوموړي له سوریې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې، د دوی لومړیتوب لا هم د سوریې په شمال کې د کورد ملېشو له منځه وړل دي، او دا دریځ یې امریکا ته هم روښانه کړی دی.

ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی، د بار اسد د مخالفو وسله والو ملاتړ کاوه ترڅو د هغه حکومت نسکور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له دولس کلونو وروسته د سوریې په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...