Home » افغانستان » ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي

ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي

د ترکيې چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به يې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغلته به خپلو فعاليتونه پيل کړي.

دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې، د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د لېدنې پرمهال کړي دي.

نوموړي زياته کړې، د ترکيې سوداګر او کمپنۍ چمتوو دي چې په افغانستان کې د پانګونې په کولو سره، دغلته خپل فعاليتونه پيل کړي.

بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې متقي په اسلام‌اباد کې د يو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم لېدلي او ورسره يې پر اقتصادي او سياسي پر پياوړتيا خبرې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...