Home » سیمه او نړی » ترکيې کې د دوو جلا ټرافيکي پېښو له امله ۳۲ تنه مړه شوي

ترکيې کې د دوو جلا ټرافيکي پېښو له امله ۳۲ تنه مړه شوي

ترکي رسنيو راپور ورکړی، چې پرون شنبه ناوخته د (زمري په ۲۹مه) دغلته د دوو جلا ټرافيکي پېښو له امله ۳۲ تنه مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه په غازيانتيپ ولايت کې د يوه بس او امبولانس ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۱۶تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۲۱تنه نور ټپيان شوي دي.

دويمه ټرافيکي پېښه بيا په مردين ولايت کې هغه مهال رامنځته شوې، چې يو لوی باروړونکی موټر د چلوونکي له کنټرول ووت او د خلکو په پلي لار ورسم شو.

په دې پېښه کې هم ۱۶تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. رسنيو ته د دواړو پېښو په اړه ځايي چارواکو ويلي، چې د ژغورنې ډلې پر وخت د پېښو ځايونو ته رسيدلي او ژوبل کسان يې روغتونونو ته لېږدولي دي.

دوی زياته کړې، چې په ټپيانو کې د ځينو کسانو روغتيايي وضعيت اوس هم بېړنی دی؛ خو تمه يې ښودلې چې د يادو پېښو له امله ځاني مرګ ژوبله به له دې پور ته نه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...