ترکي رسنيو راپور ورکړی چې دې هېواد سلګونه تنه افغان کډوال چې په وروستۍ موده کې په ناقانونه توګه دې هېواد ته ورغلي وو، نيولي او بېرته يې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ترکيې TRT ټلوېزيون په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې د نوموړي هېواد د امنيت ادارې ۲۷۲ تنه افغان کډوال په دوو پروازونو کې بېرته افغانستان ته لېږلي او له خپلې خاورې يې ايستلي دي.
دامهال په ترکيې کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د نيولو لړۍ روانه ده او په دې ترڅ کې د نوموړي هېواد چارواکو د می ۲۲ او ۲۳ په منځ کې، ۴۱۴ تنه کډوال په ۳ پروازونو کې له خپل هېواد ايستلي دي.
ترکيې اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له پيل څخه يې تر دې مهاله يې ۲۸زره ۵۸۱ تنه کډوال له خپل هېواد څخه ايستلي او د ايستل شوو کډوالو ډېری هغه يې افغانان دي.