Home » افغانستان » ترکيې د عصمت‌الله خالوزي شتمني چې له داعش سره په همکاري تورن دی، کنګل کړه

ترکيې د عصمت‌الله خالوزي شتمني چې له داعش سره په همکاري تورن دی، کنګل کړه

ترکيې حکومت د عصمت‌الله خالوزي شتمني چې د امريکا متحده ايالاتو له لوري په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د داعش له خراسان څانګې سره پر مالي همکارۍ تورن شوی، کنګل کړه.

د نوموړي د شتمنۍ کنګل کېدو حکم چې ولسمشر طيب اردوغان ورکړی، پرون چهارشنبه د (وري په ۳مه) د ترکيې په رسمي جرېده کې خپور شوی دی.

په جرېده کې ويل شوي، چې د ترکيې حکومت دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د ۱۳۷۳ نمبر پرېکړه‌ليک پر بنسټ کړې. د ترکيې په رسمي جرېده کې ويل شوي چې د عصمت‌الله خالوزي د داعش خراسان څانګې ته د مالي مرستو د لېږدولو ترڅنګ، يادې ډلې ته د جنګياليو په جذب او دغه راز انساني قاچاق کې هم لاس درلود.

خالوزی له دوو کلونو راهيسې په ترکيې کې د پيسو د حوالې کاروبار کوي او د امريکا د خزانې وزارت د مالوماتو له مخې، د همدې حوالې سيسټم پر بنسټ د داعش خراسان څانګې ته مالي مرستې لېږدوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...