د قطر او ترکيې بهرنيو چارو وزيرانو خبر ورکړی چې هېوادونو يې په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالونې په موخه، ګډ کار ته چمتوو دي.
مولود چاووش اوغلو او محمد بن عبدالرحمن الثاني د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني له لېدنې وروسته يوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال وويل، دواړه هېوادونه سلا شوي چې د کابل هوايي ډګر د چارو مديريت په برخه کې ګډ کار وکړي.
دياد کنفرانس پرمهال د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې هېوادونه به يې په ياده برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د قطر او ترکيې ترڅنګ عربي امارات هم غواړي چې د کابل هوايي ډګر د چارو مديريت کولو مسووليت په غاړه واخلي.