د ترکيې اناتولي اژانس د دې هېواد دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د سوريې او عراق په شمالي برخو کې د کرد ملېشو پر وړاندې ترسره شوي هوايي بريدونه يې د خپلې دفاع په موخه کړي دي.
دې وزارت زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې له مخې حق لري، چې خپلې خاورې او ملي امنيت ته متوجه خطرونه له خپلو پولو دباندې محوه کړي او دغه بريدونه يې هم له خپل دې حق په ګټنې سره کړي دي.
د ترکيې دفاع وزارت په خبره، د سوريې او عراق په شمالي برخو کې د ترکيې مخالف وسلهوال پټنځايونه لري او غواړي، چې په يادو سيمو کې د وسلهوالو دا پټنځايونه له منځه يووړل شي.
له دې وړاندې په سوريې کې د کردانو له لوري تشکيل شوې د سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو يا SDF په نوم ډلې ويلي وو، چې ترکيه غواړي د سوريې پر کوباني ښار بريد وکړي. له ترکيې سره پر پوله پروت دا ښار د کرد ملېشو يا د سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
له دې وړاندې سليمان سويلو په نوم د ترکيې کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي وو، چې په استانبول کې د تېرې اوونۍ چاودنه هم په نوموړي ښار کې پلان شوې وه او عاملان يې د عفرين سيمې له لارې د ترکيې خاورې ته دننه شوي وو.