Home » افغانستان » ترکيه: د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د طالبانو وربلل له رسميت پيژندلو سره تړاو نه لري

ترکيه: د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د طالبانو وربلل له رسميت پيژندلو سره تړاو نه لري

ترکي چاواکي وايي، د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د اسلامي امارت پلاوي وربلل په دې موخه نه دي چې ګواکې ترکيه طالبان او د دوی په مشرۍ په افغانستان کې نوی حکومت په رسميت پېژني.

د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د انتاليا ډيپلوماټيک فورم له پاي ته رسېدو وروسته يوه خبري کنفرانس ته وويل، ترکيه تر اوسه د افغانستان نوی حکومت په رسميت نه پېژني او په خبره يې، ترکيې ته د طالب پلاوي وربلل له يادې مضوع سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړي زياته کړې چې طالب پلاوی يې په دې موخه د انتاليا په ډيپلوماټيک فورم کې د ګډون په موخه وربللی و، چې نړيوال يې د لنډمهالي حکومت غږ درک او واوري.

د انتاليا ډيپلوماټيک فورم د روانې مارچ په ۱۱مه پيل او دوې ورځې يې دوام وکړ. دې غونډه ته د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشري د اسلامي امارت پلاوی هم د ترکيې له لوري وربلل شوی و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...