په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو دوام په اړه د نړيوالو غبرګونونو په ترڅ کې، ترکيې هم د طالبانو دغه پرېکړه په شدت غندلې او د يادې پرېکړې په اړه يې خواشيني ښودلې ده.
د ترکيې بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د زدهکړو دوام او ښوونځيو ته د هر عمر لرونکو نجونو تلل د افغان ولس هيله او تمه ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.
د ترکيې بهرنيو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د هر عمر لررونکو نجونو پر مخ دې ښوونځي ژر پرانېزي څو په خبره يې يادې نجونې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. ترکيې ټينګار کړی چې د عامو افغانانو حقه حقونو د اعادې په برخه کې به تل د افغانانو ترڅنګ وي.
اسلامي امارت پرون ښوونيز کال پرانيست خو د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو ته يې اجازه ورنه کړه چې ټولګيو ته دننه شي. دا پرېکړه په کور دننه او بهر له توندو غبرګونو سره مخ ده او له اسلامي مارت غوښتل شوي چې ژر خپله پرېکړه بېرته واخلي.