د ترکيې او پاکستان پوځي چارواکو په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو په تړاو او دغه راز د سيمهييز امنيت په برخه کې پر ګډو همکاريو خبرې کړې دي.
د ترکيې د پوځ لوی درستز مرستيال سلجوق بايراکتار پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) پاکستان ته د خپل سفر پرمهال په اسلاماباد کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو له قومندان نديم رضا سره لېدلي دي.
دواړو لوريو ټينګار کړی چې په افغانستان کې د تحوولاتو له امله رامنځته شوی وضعيت بايد له نږدې وڅارل شي او په خبره يې دا کار په سيمه کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په موخه کوي.
دوی دغه راز په سيمه کې د امنيت ټينګښت په موخه د ګډۍ همکارۍ ژمنه هم کړې او زياته کړې يې ده چې د امنيت خرابولو اجازه به چا ته ورنه کړي.