د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف له وزیر محمد قاسم حلیمي سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې په پلازمینه کابل کې لوی دیني کتابتون جوړ کړي.
د ارشاد، حج او او اوقاف وزیر په یوه رسمي سفر یاد هېواد ته تللی او هلته یې له چارواکو سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د علمي او مذهبي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
همدا راز دواړو لوریو ژمنه کړې چې ډېر ژر به د افغان دولت په کوربهتوب هرات کې د ترکمنستان او افغانستان د دیني علماوو ګډه ناسته ترتيب کړی.